یونیورسل اکسپرټس ویاړ لري چې تاسې ګرانو مراجعینو ته بېلابېل مالیاتي خدمتونه وړاندې کړي. زمونږ مسلکی او با تجربه ټیم د څو کلونو مسلکي کاری تجربې په لرلو سره چې له معتبرو شرکتونو لکه H&R Block او Deloitte سره تر لاسه شوي، اوس ستاسې په خدمت کې یو.

تاسې کولای شئ له بېلابېلو مالیاتي خدمتونو څخه ګټه واخلئ، لکه د انفرادي مالیې خدمتونه (Individual Tax)، د شرکتونو مالیه (Business Tax)، د خرڅلاو مالیه (Sales Tax)، مالیاتي مشورې، د مالیاتي ادارو د مکتوبونو په ځواب کې همکاري او نور اړوند خدمتونه.

موږ ستاسې مالیه په دقیقه توګه د فدرالي او ایالتي قوانینو او کړنلارې له مخې تنظیموو، څو تاسې د جواز لرونکو کریدتونو څخه اعظمي ګټه واخلئ، ستاسې مالیه تر ټولو ټیټه شي او که د مالیاتي پیسو د ترلاسه کولو حق ولرئ، نو اعظمي مستحقه پیسې ترلاسه کړئ.

تاسې زموږ له خدمتونو څخه د لاندې درې لارو په وسیله ګټه اخیستلی شئ:

  1. حضوري خدمتونه:
    د یونیورسل اکسپرټس په دفتر کې ستاسې مالیه په دقیقه توګه تنظیمېږي، ټول اړوند فورمونه، مکلفیتونه، کریدتونه او نور اړوند مسایل درته توضیح کېږي او ستاسې ټولو پوښتنو ته ځواب ویل کېږي.
  2. د اسنادو سپارل دفتر ته:
    که تاسې وخت نه لرئ او یا ډېر مصروف یاست، کولای شئ خپل اسناد دفتر ته وسپارئ. موږ به ستاسې مالیاتي اظهارنامه په دقیقه توګه ترتیب او ثبت کړو.
  3. په آنلاین توګه مالیاتي خدمتونه:
    موږ د پرمختللو مالیاتي پروګرامونو په کارولو سره خپلو مراجعینو ته آنلاین مالیاتي خدمتونه وړاندې کوو. په دې توګه، تاسې هر ځای چې یاست، د انټرنېټ له لارې خپل معلومات موږ ته رالیږئ. موږ به ستاسې اظهارنامه ترتیب کړو او د لاسلیک لپاره درولېږو. تاسې کولای شئ د خپل موبایل له لارې هغه وڅېړئ او لاسلیک یې کړئ. په پای کې، موږ ستاسې لاسلیک شوې اظهارنامه ثبتوو.

دلته خپل آنلاین حساب ته ننوځئ

Immigration