د سوداګرۍ خدمتونه
یونیورسل اکسپرټس ستاسو سره د فعالیت او کاروبار په هر پړاو کې ترڅنګ ولاړ دی، څو تاسې وکولای شئ پرته له دی چی خپل وخت او انرژي په اداري چارو لکه محاسبه، مالیه، معاشاتو، د جواز اخیستل او داسی نورو کی ضایع کړی، د خپل تجارت او کاروبار په پراختیا او بریالیتوب کی ولګوۍ.
د یونیورسل اکسپرټس ټیم، چې د سوداګرۍ په برخه کې لوړې زده کړې او له یوې لسیزې څخه زیاته تجربه د سترو نړیوالو شرکتونو سره لري، ستاسې د فعالیت د پیل او د کاروبار د ودې په هر پړاو کې د لارښوونې او همکارۍ لپاره حاضر دی.
د یونیورسل اکسپرټس د ټیم په تخصص باندې په تکیه کولو سره، تاسې په ډاډه زړه کولای شئ له لاندې پراخو مسلکي خدمتونو ګټه واخلئ:
- د سوداګرۍ د پیل یا د شرکت د بنسټ ایښودو لپاره مسلکي مشورې
- د شرکت ثبت او راجستر او د شرکت د نوعیت ټاکنه
- د کاري پلان جوړول (Business Plan)
- د پروپوزل لیکنه
- د بودیجې تنظیم
- د مالي راپورونو ترتیب لکه بیلانس شیت او د عایداتو حساب
- د بازارموندنې یا مارکېټنګ ستراتیژي جوړول
- او نور اړوند خدمتونه د ستاسې د کاروبار او تجارتي فعالیت لپاره

اړوند لینکونه:
حسابداري
د معاشونو اجرا کول
د مالیې ثبت او سلا مشورې
د ویب سایټ ډیزاین