یونیورسل اکسپرټس:

د مسلکي خدماتو د باور وړ وړاندې کوونکی

موږ د هغو اشخاصو او سوداګریزو فعالیتونو لپاره چې مسلکي، اغېزمن او باوري خدمات غواړي، د باور وړ شریک یاستو. زموږ هدف دا دی چې پېچلي پروسې ساده کړو، دقت او ځانګړې پاملرنه وکړو تر څو زموږ مشتریان وکولای شي په اعتماد سره خپلو ټاکل شوو موخو ته ورسېږي.

په یونیورسل اکسپرټس کې ستاسو د اړتیاوو له مخې متنوع خدمات وړاندې کېږي. موږ ستاسو د مالیې اظهارنامی په حضوري او یا آنلاین بڼه تکمیل او فایل کوو، د شرکتونو د کارکوونکو معاشات په بشپړه توګه ترسره کوو او همدارنګه د شرکتونو یا سوداګریزو فعالیتونو حسابداري په مسلکی توګه وړاندی کوو.

سربېره پر دې، د سوداګرۍ او تجارتي فعالیتونو لپاره موږ تاسو ته د مشورې او جواز اخیستو، د کاري پلان جوړولو، ستراتیژیک پلان جوړونې، پروپوزل لیکنې، د بودیجې مدیریت، او مؤثرو بازارموندنې حل لارو خدمات وړاندې کوو. زموږ د بازارموندنې او برند جوړونې خدماتو کې د لوګو، سرلیک، مهر، بروشور، تجارتي کارتونو یا ویزټ کارتونو او نورو تبلیغاتي موادو ډیزاین شامل دي. موږ د وېب‌سایټ د ډیزاین او جوړولو خدمات هم وړاندې کوو.

تاسو کولی شئ خپل اسناد دلته چاپ، فوټوکاپي، سکین او صحافي کړئ، او یا د اړوند ادارې له معیار سره سم د پاسپورټ اندازه عکس واخلي او چاپ کړئ.

یونیورسل اکسپرټس تل هڅه کوي چې د خپلو خدماتو ساحه پراخه کړي تر څو تاسو وکولای شئ د یو چتر لاندې له مسلکي خدماتو څخه ګټه واخلئ.

Immigration Translation Globe

زمونږ خدمات

زمونږ سره اړیکه

د دفتر پته