یونیورسل اکسپرټس ته ښه راغلاست، ستاسې د باور وړ شریک د پراخو مسلکي او تخصصي خدمتونو لپاره.

زموږ ماموریت

په یونیورسل اکسپرټس کې زموږ هدف دا دی چې ټول مسلکي او لوړ کیفیت لرونکي خدمتونه ستاسې د اړتیاوو سره سم، د یوه چتر لاندې وړاندې کړو. که غواړئ چی خپله مالیه فایل کړۍ او یا د سوداګرۍ او کاروبار لپاره مشوری او معیاری خدماتو ته اړتیا لرئ — موږ به په هر پړاو کې ستاسې ترڅنګ یو. دقت، پاملرنه او د اسانتیا برابرول زموږ د کار لومړیتوب دی.

زموږ خدمتونه

مونږ بیلابیل او هر ډول مسلکي خدمات تاسو ته وړاندی کوو چې له هغې جملی څخه لاندی بعضی خدماتو ته اشاره کیږي:

  • مالیاتي خدمتونه: د مالیې اظهارنامې چمتو کول او وړاندې کول (په حضوري او آنلاین بڼه)، همدارنګه د فدرالي (IRS) او ایالتي (لکه کلیفورنیا) ادارو د مکتوبونو په ځواب کې مرسته.
  • مهاجرتي خدمتونه: د مهاجرتي ادارو د فورمونو ډکول لکه د پناهندګۍ غوښتنلیک، د کار جواز، ګرین کارت او نور.
  • رسمي ژباړه: د اسنادو ژباړه له پښتو، دري او فارسي څخه انګلیسي ته او برعکس.
  • حسابداري او د معاشونو اجرا کول: د سوداګرۍ او کاروبار مالي چارو اداره د ټاکل شوو اصولو او معیارونو سره سم.
  • د ویب‌ سایټ ډیزاین: د ښکلي او ګټور ویب سایت ډیزاین و جوړول.
  • د اسنادو برخه: د اسنادو چاپ، فوټوکاپي، سکین او صحافي.
  • د سوداګرۍ خدمتونه: مشورې، د جواز اخیستل، د کاري پلان جوړونه، پروپوزل لیکنه او د بودیجې تنظیم..
  • برنډینګ: د لوګو ډیزاین، د شرکت سرلیک پاڼه، مُهر، بروشور، ویزیت کارت او نور.
  • نور خدمتونه: د بېلابېلو ادارو د فورمونو په ډکولو کې مرسته لکه لیسنس، د کونټی فورمی، صحی بیمه (میډیکل) او داسی نور.

Immigration

اړونده لینکونه:
کورپاڼه
زمونږ سره اړیکه