یونیورسل اکسپرټس د پاسپورټ د سایز انځورونو د اخیستلو او چاپ تخنیکي خدمتونه د اړوند ادارې د معیارونو سره سم، او همدارنګه د چاپ او طباعتي خدمتونه، تاسې ګرانو مراجعینو ته وړاندې کوي.

ځکه چې بېلابېل اداري بنسټونه د پاسپورټي انځورونو لپاره ځانګړي او بېل معیارونه لري، او د معیاري او لوړ کیفیت انځور اخیستل او چاپ ډېری وخت ستونزمن او وخت نیونکی وي، موږ دا اړینه وګڼله چې د پاسپورټي انځورونو لپاره ځانګړې برخه د لوړ کیفیت او نړیوالو معیارونو سره برابره جوړه کړو.

تاسې کولای شئ خپل اړین پاسپورټي انځورونه په خورا لنډ وخت او د لوړ کیفیت سره له یونیورسل اکسپرټس څخه تر لاسه کړئ.

سربېره پر دې، د پاسپورټي انځورونو له چاپ پرته، موږ د چاپ، فوټوکاپي، سکین، ټایپ په دري، فارسي، پښتو او انګلیسي ژبو او د کتاب صحافۍ خدمتونه هم تاسې ته وړاندې کوو.

Immigration