حسابداري د هر ډول سوداګریز فعالیت لپاره یو اړین او ګټور بهیر دی. د حسابدارۍ موخه دا ده چې څرګنده کړي آیا شرکت یا سوداګریز فعالیت ګټه لري که نه، او همدارنګه د مالیې په ورکړه کې شفافیت تضمینوی.

د حسابدارۍ اساسي دنده د خرڅلاو، پېرودنو، لګښتونو، معاشونو، پورونو او نورو معاملو ثبتول دي. له دې امله چې د تجارت او کاروبار اصلي موخه د ګټې ترلاسه کول دي، نو د محاسب له خوا ثبت شوې شمېرې او یا د حسابونو د څیړلو له مخې څرګندېږي چې شرکت ګټه کړې ده که زیان، او همدارنګه د شرکت د ځواک او ضعف ټکي په ډاګه کېږي.

د شرکت د حسابدارۍ معلومات د شرکت د مالیې د برابرولو، د پور د غوښتلو او یا د شرکت د پلور پر مهال کارول کېږي.

د یونیورسل اکسپرټس مجرب ټیم د QuickBooks پروګرام په کارولو سره ستاسې د شرکت ټول حسابداري خدمتونه پرمخ وړي.

سربېره پر دې چې معلومات په پورته پروګرام کې ثبتوو، موږ مالي راپورونه د میاشتې، ربعې او کال پر بنسټ هم ترتیب کوو. همدارنګه د بانکي حسابونو سره د معلوماتو تطبیق، د خرڅلاو د مالیې فایل کول، او د کال په پای کې د 1099 فورمونو لېږل هم ترسره کوو.

صفحات مرتبط:
د سوداګرۍ خدمتونه
د معاشونو اجرا کول
د مالیې ثبت او سلا مشورې
د ویب سایټ ډیزاین

Immigration