له دې وروسته اړتیا نشته چی د خپلو کارکوونکو د معاشونو په اړه اندېښنه ولرئ. موږ ستاسې ترڅنګ یو څو دا پېچلی بهیر د امریکا د متحدو ایالتونو د فدرالي او ایالتي قوانینو له مخې په دقیقه او چټکه توګه پرمخ یوسو. په دې سره تاسې کولای شئ له هر ډول فکري بار پرته خپل ټول تمرکز د خپل کاروبار پر ودی او بریالیتوب واړوئ.

یونیورسل اکسپرټس ویاړ لري چې د خپلو نورو مسلکي او تخصصي خدمتونو ترڅنګ، د معاشونو ځانګړي خدمتونه هم وړاندې کوي.

زموږ ټیم د دې وړتیا لري چې د یو تن څخه تر سلګونو کارکوونکو پورې معاشونه په ټاکلي وخت او د فدرالي او ایالتي قوانینو او لوایحو سره سم تطبیق کړي.

زموږ د معاشونو خدمتونه په دوو بستو کی وړاندې کېږي:

  • ابتدايی بسته
  • په دې بسته کې موږ د کارکوونکو د معاش ورقې (Pay Stub) درته لېږو، او تاسې کولای شئ د هغې پر اساس خپلو کارکوونکو ته چک ولیکئ، او یا موږ د کارکوونکو لپاره چکونه چاپ کړو. دا بسته د هغو کوچنیو شرکتونو او کاروبارونو لپاره ځانګړې شوې چې د کارکوونکو شمېر یې لږ وي او غواړي چی د معاش ساده خدمتونه ترلاسه کړي.
  • د آنلاین لاری د معاشونو اجرا کول او معاش بانکی حساب ته لیږل
  • دا بسته پرمختللي خدمتونه او ګڼې ګټې لري. د کارفرما په توګه، تاسې کولای شئ آنلاین د خپلو کارکوونکو د معاشونو سوابق، راپورونه، د معاش چکونه، د معاش مالیه او نور ریکارډونه وګوری. همدارنګه، کارکوونکي هم کولای شي په آنلاین ډول خپل د معاش ریکارډونه وګوري.

    تاسې کولای شئ د معاش د ورکړې لپاره له درېیو انتخابونو څخه ګټه واخلئ: معاشي ورقې (Pay Stubs)، چک او یا هم د معاش مستقیم بانکي تادیه چې په دوو ورځو کې ترسره کېږي.

په لنډه توګه د یونیورسل اکسپرټس د معاشونو د ورکړی خدمات:

  • د کارکوونکو د معاشونو اجرا کول
  • د معاشي ورقو (Pay Stubs) لېږل
  • د معاش د مالیې ثبت او فایل کول
  • د W2 فورمو لېږل

Immigration